اسان خدمت: د (واحدې دریڅې) له لارې خدمتونه ژر پیلیږي

اسان خدمت: د (واحدې دریڅې) له لارې خدمتونه ژر پیلیږي

مراجعینو ته د واحدې دریڅې یا ( One Stop Shop) له لارې د خدمتونو وړاندې کولو پروسه به ډیر ژر پیل شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وایي ددې وازرت وزیر لعل الدین آریوبي د آسان خدمت ادارې له تخنیکي همکارانو سره په ناسته کې د واحدې دریڅې له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو پروژې کارونه وارزول.

سرچینه وايي، د آسان خدمت تخنیکي ټیم د یادې پروژې د کارونو بشپړ راپور وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې راتلونکو څو اونیو کې به دا پروژه رسمآ پیل شي.



اسان خدمت خبرونه واحده دریڅه
t