ګوګل د میلیونونه کسانو روغتیایي معلومات غلا کړي

ګوګل د میلیونونه کسانو روغتیایي معلومات غلا کړي

ګوګل کمپني تورنه شوې، چې د امریکا د میلیونونه وګړو روغتیایي معلومات یې په پټه ټول کړي او غلا کړي دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي، چې دا معلومات له یوه روغتیایي شرکت سره په ګډه غلا شوي.

ویل شوي، چې ګوګل د دغو معلوماتو غلا په دې خاطر کړې، چې د فیت‌بیت په  نوم روغتیایي کمپني په څو میلیارده ډالرو واخلي او روغتیایي کاروبار هم شروع کړي.

ګوګل په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا کمپني مخکې هم د خپلو کارکوونکو د شخصي معلوماتو په غلا تورنه شوې ده.




t