کابل: بګرامي تپه کې د اوبولو سیستم د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل: بګرامي تپه کې د اوبولو سیستم د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل ښاروالۍ په بګرامي تپه کې د مالي او تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د کمښت په موخه د اوبولو قطره‌يي سیستم چې یو معیاري سیستم دی، د جوړېدو کار پيل کړ.

مسوولینو وايي، د یادې ښاروالۍ د زرغونتیا رییس شېرشاه امیري په دې اړه څرګنده کړه، چې بګرامي تپه د کابل ښار یوه ايکولوژيکي ساحه ده، چې ونې یې د کابل ښار د هوا په پاکولو کې مهم رول لري. موږ د دې ساحې ونو ته د پاملرنې، د هغو د ساتنې او اوبولو په موخه د ۱۵۰۰۰ ونو د اوبولو سیستم د جوړولو پروژه پيل کړه، چې تر راتلونکو دریو اونیو بشپړېږي.

مسوولین زیاتوي؛ دغه سیستم په همېشنۍ (تر ځمکه لاندې د پایپ خښولو) په بڼه عملي کېږي. په سېلابي بڼه د ونو او نورو زرغونو ساحو اوبول یوه غیر اقتصادي عملیه ده، چې له یوې خوا زیاتو سرچینو ته اړتیا لري او له بله اړخه په لوړه کچه تر ځمکه لاندې خوږې اوبه ضایع کوي.

ویل شوي د دغه سیستم په پلي کېدو د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول کېږي، له اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستل کېږي، ونو ته پر وخت اوبه رسېږي او دغه راز کم کاري ځواک ته اړتیا لري، ځکه سیستم په اتومات ډول کار کوي.



معیاري سیستم کابل
t