دوه منظرې او دوه پيغامونه

دوه منظرې او دوه پيغامونه

نن ماسپښین له یوه دفتره راووتم، په لاره کې د یوه خصوصي ښوونځي په مخ کې مې په دوو ماشومانو سترګې ولګېدې. یو هلک و، د ښوونځي ځانګړې جامې یې اغوستې وې، شین کارت یې پر سینه ځړېده، پاک سپین ډډ – بډ لاسونه یې وو، د کتابونو بکسه یې پر شا وه او د سړک پر غاړه کوم چا ته انتظار و.

درې – څلور متره وړاندې مې یو بل ماشوم ولید چې غالباً د هغه زده‌کوونکي په عمر به و. د هغه ماشوم په لوګي او خاورو لړلې جامې پر تن وې، د کمیس یو طرف یې تر تخرګه پورې شکېدلی و، خیرن وېښتان یې ببر وو، یوه خیرنه بوجۍ یې په مخ کې ولاړه وه او د پياده‌رو پر یوه څنډه یې د اشغالو په خوسا ډېران کې لاس واهه.

یو ځل خو مې وغوښتل چې د بایسکل بریک کش کړم، ور ښکته شم، دواړه هلکان څنګ په څنګ ‎سره ودروم، یو عکس ترې واخلم او هغو خېټورو سپږنخېلو ته یې ور وښایم چې ګرده ورځ د بشریت، انسانیت او برابري چغې وهي، خو د عمل په میدان کې لکه له سپیو وېرېدلي شغالان تر شا نه‌شي راکتلی.

رښتیا هم چې په دې ملک زموږ هره خوښي بېخي لنډمهاله ده. د لومړي هلک په لیدو هر انسان دا وطن سوکاله، مډرن او هراړخیز پرمختللی تصوروي، خو د دویم ماشوم په لیدو یې هغه هوس بېرته په بېلابېلو ډېپرېشنونو کې محوه شي.
بېخي حیرانوونکې نه ده!؟

#وطنه معاف مو کړه!

عصمت الله صالح

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



دوه ډوله انسانان،مقاله، صالح
t