فیسبوک: د جعلي اکونټونو له منځه وړل مو چټک کړي

فیسبوک: د جعلي اکونټونو له منځه وړل مو چټک کړي

فیسبوک ټولنیزې رسنۍ اعلان کړی، چې د روان میلادي کال د اپریل او سپتمبر میاشتو ترمنځ یې تر ۳،۲ میلیارده ډير جعلي اکونټونه له منځه وړي.

 دا د تیرکال د حذف شویو جعلي اکونټونو دوه برابره ښودل شوي.

 دغه کمپنۍ وایي د دې ترڅنګ یې ۱۱،۴ میلیونه هغه پوسټونه هم له منځه وړي، چې نفرت خورونکي وو.

تیرکال د داسې حذف شویو پوسټونو شمیرر ۵،۴ میلیونه ښودل شوي وو.

 فیسبوک، چې اوس یې انسټګرام کمپني هم په لاس کې ده، وایي د هغې ټولنیزې شبکې ۱،۲ میلیونه بربنډ عکسونه یې هم ایسته کړي.

 د دې ترڅنګ د ځانوژنې د تبلیغ ضد برخه هم په فیسبوک کې فعاله شوې، چې اړوند پوسټونه او تبلیغات به له منځه وړي.




t