تلګرام خپل مرکزي دفتر سویس ته ليږدوي

تلګرام خپل مرکزي دفتر سویس ته ليږدوي

د تلګرام ټولنیزې رسنۍ مسولینو ویلي، چې خپل مرکزي دفتر یې له دوبۍ څخه د سویس زوګ ښار ته لیږدولی.

د دوی په وینا دا کار یې په تدریجي ډول پيل کړی او غواړي ټول مرکزیت یې په دغه ښار کې وي.

د دغې پریکړې دلیل دا ښودل شوی، چې د دغې رسنۍ ډير شریکان سویسیان دي او غواړي دا رسنۍ یې له هیواده مخته لاړه شي.

تلګرام په وروستیو کې ۱،۷ میلیارده ډالره پانګونه جذب کړې، چې لویه برخه پانګه وال یې د سویس اړوند دي.




t