ته….! پیرمحمد کاروان

ته….! پیرمحمد کاروان

ته یو شهکار وې شهکار
ته یو کتاب وې د ښکلا د غزلونو کتاب
ته یو تخلیق وې د فطرت د یوه بې مثله شاعر
ته یې وې کښلی په باریکو ګوتو
د تبسم په قلم
ته یو رباب وې یو سرمسته رباب
د ژوند ګډا ته شرنګېدلی رباب
لکه ماشوم دې وو کټ، کټ خندلي
د عشق په ګوتو تخنېدلی رباب
ته یو رباب وې یو سرمسته رباب
ته مستانه ساقي وې
ستا په شرابو کې په جوش وو د الفت رنګونه
تا د تاک وینه نښتېځله د صفا په ګوتو
په کې یوه ذره کینه هم نه وه
ته وې مونس د تږو زړونو او د وچو شونډو
ته یو سخي ساقي وې
او ستا شراب د شومتیا خم کې راګیر شوي نه وو
ستا میخانې لکه چینې بهېدې
چې د زاهد ورته توبې ماتېدې
اې ښایسته شهکاره
اې د غزلو یو رنګین کتابه
هره لحظه دې لولم
هر شومه دم دې هر غزل په ترنم، ترنم
خو نه پوهېږم نن دې هره مسره
لکه یتیم وي چا وهلی په ځیږو څپېړو
راته وړې، وړې سلګۍ وهي
ګیله کوي خو د مسرو مرۍ ته غوټه ورشي
زما بڼو باندې د خوب د پستو ګوتو په ځای
یو څو سپرغۍ وي چې خوبونه لوټي
باڼه په پام، پام رپوم چې سپرغۍ ونه لوېږي
او ته پرې ونه سوځې
زما د نن دور غمجن ربابه
ولې غمجن ژاړې
ته چې په بم ژاړې په زیر ژاړې
د کوم شهید سرود په ویر ژاړې
ستا د نغمو د کفن
د هر یو تار په غېږ کې
کومه د ژوند درخو شهیده پرته
پرون چې شین وې له خندا نه ولې نن ژاړې
ته اې ساقي د تږو زړونو ساقي
د لېونو د محفلونو ساقي
وایه خبر یې کنه
ستا لېوني خواره واره دي د خمار په غرونو
ځي د تڼاکو په پڼو کې د انګار په غرونو
یو څو هوښیارو دې جامونه مات کړل
چا دې کنډول چا دې خمونه مات کړل
او چا چې ته وې غزېدلی لکه مینه پکې
هغه له مینې نه ډک زړونه مات کړل
د تاک له وینې سره ګډه شوه د زړونو وینه
ستا د میَنو وینه
ستا د رندانو وینه
کله به ستا له خمارو او له ملالو سترګو
د اوښکو مهر د خندا په ګوتو ونړیږي
چې بیا دا مست خمار ځپلي رندان
په سر جامونه د انګور واړوي
توبې توبې په سره تنور واړوي
پېښور ۳/۲/۱۹۹۱

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t