ولسمشر اشرف غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

ولسمشر اشرف غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز سره په ارګ کې وکتل او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، د سړکونو او کانالونو جوړولو، تنظیف، سرسبزي او د ترافیکي چارو تنظیم په برخو کې د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد.

کابل ښاروال د دې ادارې د کړنو راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، دا ښاروالۍ توانېدلې چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د کابل ښار په لسو ناحیو کې ۱۳۷ زره ملکیتونه سروې او ثبت کړي او همداراز، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۹۳ پروژو کار روان دی چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د نورو پروژو کار جریان لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نوموړي په کابل ښار کې د ترافیکو انسجام په اړه وویل، ټاکل شوې د ترافیکي انسجام لپاره ۳۰۰ مامورین وګمارل شي او ترافیکي پولیسو سره په همغږۍ به د ښوونځیو د زده کوونکو لارښوونې، د سړک غاړې موټرو تمځایونو مدیریت او د وسایطو د حرکت مسیر د څارنې په برخو کې همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور تر اورېدو وروسته د یادې ادارې د هڅو د مننې ترڅنګ وویل، د کابل ښار د انکشافي پلان عملي کېدو سره به د ښار بڼه بدله شي.

ولسمشر کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د کابل ښار اوسېدونکو ته د خدماتو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او همداراز د ترافیکي بیروبار مخنیوي، تنظیف او د کابل ښار سرسبزي په برخو کې لازم اقدامات وکړي.



د کابل ښاروالي راپور اوریدل ولسمشر
t