ایراني حکومت پرانټرنیټ بندیز لګولی

ایراني حکومت پرانټرنیټ بندیز لګولی

د ایران حکومت په دغه هیواد کې له وروستیو حکومت ضدو احتجاجونو سره هم مهاله د انټرنیټ پر استعمال بندیز لګولی.

د دغه هیواد چارواکو د بندیز موده نه ده په ډاګه کړې.

ویل شوي، چې په ایران کې تر ۹۵ سلنه پورې خلک له انټرنیټي اسانتیاوو بې برخې شوي او د یو بل له حاله نه خبریږي.

یوازې حکومت خپلو خاصو ادارو ته د انټرنیټ اسانتیا پریښې ده.

امریکا د ایران د حکومت ضدو لاریونونو ملاتړ کړی او پر حکومت یې غږ کړی، چې خلکو سره له تاوتریخوالي لاس په سرشي.




t