افغان ولسمشر جلال اباد ته را روان شو

افغان ولسمشر جلال اباد ته را روان شو

ارګ څو شیبې وړاندې لیکلي؛ چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار مرکز جلال اباد ته ولاړ.

سرچینې ویلي چې ولسمشر به د دغه سفر په جنان کې د ننګرهار ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، قومي مشرانو او متنفذینو سره جلا جلا کتنې ولري.

ویل شوي ولسمشر غني غواړي په دې سفر کې ننګرهار د داعش له شتونه پاک اعلان کړي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په پرلپسې ګڼ داعشیان تسلیم شوي او د نورو د تسلمیدو لړۍ روانه ده.

 



جلال اباد ولسمشر
t