د غزني د تيرو ۲۴ ساعتونو امنيتي راپور؛ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني د تيرو ۲۴ ساعتونو امنيتي راپور؛ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ او د مرگز اړوندو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د يوه قومندان په ګډون ۷ وسله والو او ۹ امنيتي سرتيرو ته تلفات اوښتي.

د غزني د رسنیو دفتر وايي، په لومړي اقدام کې تيره شپه وسله والو د ده يک ولسوالۍ په تاسنګ سيمه کې پر يوي امنيتي پوستي بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

ياده نښته کې د يوه طالب قومندان صابر مشهور په شاهين په ګډون دري وسله وال وژل شوي، څلور تنه يې ټپيان شوي، ګڼ شمير وسلي، مهمات او دوه جسدونه يې د جګړي په ډګر کې پاتي شوي چې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.

ده يک کې دغه راﺯ يو امنيتي سرتيري ژوند له لارسه ورکړی او دري تنه ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، امنيتي ځواکونو تر نښتي وروسته تيره شپه او نن ورځ د ده يک ولسوالۍ اړوندو کې چاڼيز عمليات هم پيل کړي چې ممکن پکي د وسله والو د تلفاتو شميره ﺯياته شي.

بلخوا نن سهار وختي د مرکز غزني او اندړ ولسوالۍ ترمنځ پرته عاشقوال سيمه کې نښته شوي چې پکي پنځه امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي، خو وسله والو ته پکي د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته.



افغانستان امنیتي راپور خبرونه غزني
t