ګوکل نوی اپليکېشن جوړ کړی

ګوکل نوی اپليکېشن جوړ کړی

د انټرنټ په نړۍ کې تر ټولو مهم او مشهور لټونګر ګوګل چې ټول انټرنټي کاروونکي ورسره اشنا دي اوس يې نوی اپليکېشن جوړ کړی دی.

دا نوی اپليکشن داسې دی چې کاروونکی يې کولی شي اړيکې پرې ونيسي او د ټولنيزو رسنيو په څېر يو شی دی.

د دې اپليکېشن کارونکي د ار‌سي‌ايس له لارې ټول هغه فیچرونه کارولای شي چې په ای مسينجر یا وټس‌اپ کې موجود دي.

ګوګل کمپنۍ په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په دې اپليکېشن کار پیل کړی و، خو د موبایل اپرېټر د کمزوري له کبله هغه وخت و نه توانېدل چې بازار ته یې وړاندې کړي.




t