چین: د ۵G پر مټ د نوې خبري رسنۍ خپرونې پيل شوې

چین: د ۵G پر مټ د نوې خبري رسنۍ خپرونې پيل شوې

د چین نړیواله راډیو یوه راپور کې وايي، د ۵G پر مټ د (يانګ شي پين) په نامه د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د نوې خبري رسنۍ صحنې په رسمي توګه په کار پيل وکړ.

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ۵G پر مټ د (يانګ شي پين) په نامه د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د نوې خبري رسنۍ صحنې د نومبر په شلمه نېټه په رسمي توګه په کار پيل وکړ چې دا په چين کې د دولت په کچه د ۵G پر اساس د خبري رسنۍ لومړۍ صحنه ده.

سرچینه وايي، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مرستيال او د ياد سټېشن مشر شن های شيونګ، د يادې کمېټې د تبليغاتي څانګې مرستيال، د انټرنيټ د امنيت او د معلوماتي کېدو کمېټې د دفتر مدير او د انټرنيټي معلوماتو د دولتي دفتر مدير جوانګ ژون وين او د چين د راډيو او ټلويزيون د ملي ادارې مرستيال فان وي پينګ د دغې صحنې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون درلود.

د یادې راډیو د معلوماتو له مخې، اوس په چين کې د انټرنيټ کارونکو شمېر ۸۵۴ مليونو تنو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه په سلو کې نهه نوي اعشاريه يو کارونکي د موبايلفون له لارې له انټرنيټ څخه استفاده کوي.



انټرنیټ فایف جي نړۍ ټیکنالوژي
t