لومړی کیک که ملايي؟

لومړی کیک که ملايي؟

که تاسې ته څوک کیک درکړي، لومړی یې کیک خورئ که ملایي؟

دا د لټۍ ارواپوهنه کې مهمه پوښتنه ده، څوک چې لومړی ملايي خوري، دا خلک هغه دي چې خوند ته یې تادي وي او څوک چې لومړی کیک خوري، دوی د خوند ځن‌‌‌‌‌‌ډولو نظم او وړتیا لري.

موږ چې هر کار کوو د خوند لپاره یې کوو، که کار کوو معاش اخلو او معاش اخیستل یو خوند اخلي.
که درس وایو د ازموینې لپاره یې وایو او ازموینې کې بریا خپل خوند لري.
که زیار کاږو د دې لپاره یې کوو چې کار ختم شي او ورپسې خپله بریا ونمانځو او خوند ترې واخلو.

اوس په دې ټولو مې موږ دوه انتخابه لرو یو دا چې نمانځنه اوس وکړو او خوند اوس واخله، خو کار وروسته وکړو چې دا د لټانو کار دی
او
دویم دا چې کار اوس وکړو، زیار اوس وکاږو او تفریح وروسته په آرام زړه او ذهن وکړو.

آن په شخصي کاروبار کې زما خپله تجربه دا ده چې د کوم کار پيسې [خوند] مخکې واخیستل شي وروسته بیا کار داسې وي، لکه بېګار.

نو همدا اوس خپله کارونه وګورئ چې د کوم خوند لپاره یې کوئ او هڅه وکړئ چې هغه خوند د کار تر پایه وځن‌‌‌‌‌‌ډوئ.

سهارنۍ پيرزوینه

میراحمد یاد

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



بیلابیل پيروزینه
t