د تلوېزیون نړیواله مخینه –  حشمت الله همت

د تلوېزیون نړیواله مخینه –  حشمت الله همت

د ډلیزو رسنیو په منځ کې تلوېزیون داسې وسیله ده، چې په خپل اسرار لرونکي قدرت سره د بشري نړۍ پر وګړو بې ساری اثر غورځولی.
د دغه وسیلې رامنځته کېدل هم د نورو تکنالوژیکي وسایلو يه څېر د لمړنيو مراحلو له طی کولو او ترسره کولو څخه ورورسته رامنځته شوې ده.
د تلوېزیون په مخینه کې مونږ په دوو موضوعاتو باندې بحث کوو؛ لمړی د ثابت انځور انتقال او دویم د متحرک انځـور انتقال مرحله، چې نن یې د تلوېزیون بڼه خپله کړې.
د تلوېزیون د رامنځته کېدو پیلامه ۱۸۸۴ز کال ته ورګرځي کله، چې المانی پاول نېپکو لمړنی الکترو میکانیکي تلوېزیون د یو ثابت انځور په لېږدولو سره رامنځته کړ.
د نېپکو سیستم د یوه چرخشي صفحې پواسطه فعالیت ترسره کاوه، چې لمړی به یې عکس د یو لېنز پوسطه روښانه کړ او بیا به یې د چرخشي صفحې پوسیله انتقالوه.
په ۱۹۰۷ز کال کې روسي عالم بوریس روزینګ پدې وتوانېد، چې ساده هندسي شکلونه له دغې لارې ولېږدوي.
خو یوه ډله نور علماء بیا وایي، چې د عکس لېږدول یا مخابره کول له ډېرو هڅو او کوښښونو وروسته د الماني عالم آرتو کرون له خوا ترسره شو. ده وکولای شول، چې په ۱۹۰۷ز کال کې لمړنۍ انځوریزه رابطه د برلین او پاریس ترمنځ رامنځته کړي.

ساده تلوېزیون:
سکاټلنډي عالم جون لوګي بېرد د نېپکو له ډېسک څخه په ګټې اخیستنې په ۱۹۲۶ز کال کې د لمړي ځل لپاره پدې وتوانېد، چې متحرک انځورونه په ساده بڼه یعنې په تور او سپین شکل ولېږدوي.
خو پدې اړه بل نظر دادی، چې: د لمړي ځل لپاره په ساده ډول د متحرکو انځورونو انتقال د امریکایي عالم ډاکټر زوارکي لخوا په ۱۹۰۶ز کال کې ترسره شوی.
لمړنی تلوېزیوني چینل په ۱۹۲۶ز کال، چې ورځ کې یې دوه ساعته خپرونې درلودې په رسمي توګه په خپرونو پیل وکړ.
لمړنۍ تلوېزیوني خپرونه په اوږده واټن سره په ۱۹۲۷ز کال د اپرېل میاشتې په اوومه نېټه د واشنګټون ډې سي نه نیویارک ته خپره شوه.
په ۱۹۲۷ز کال کې جان لوګي بېرد د متحرکو انځورورنو د ثبت دستګاه جوړه کړه.
لمړنۍ منظمه او په عصري بڼه تلوېزیوني خپرونه په ۱۹۳۶ز کال برئتانیا کې ترسره شو.
په ۱۹۳۷ز کال کې تلوېزیون بازار ته وړاندې شو.
په ۱۹۳۹ز کال کې شپاړلسو شرکتونو امریکا متحده ایالتونو کې د تلوېزیونونو په جوړولو پیل وکړ.
رنګه تلوېزیون:
رنګه تلوېزیون په یو روایت کې په ۱۹۴۲ز کال او په بل روایت کې په ۱۹۵۳ز کال کې د جون.ل. بېرد لخوا اختراع شو.
په ۱۹۴۶ز کال امریکا متحده ایالتونو کې محلي تلوېزیونوني شبکو په خپرونو پیل وکړ، چې په ۱۹۵۰ز کال کې بیا ډېری امریکایانو د تلوېزیون تعقیبول د خپلو ورځنیو فعالیتون یوه برخه وګڼله.
د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته لمړی امریکا بیا انګلستان، فرانسې، غربي آلمان، جاپان او پخواني شوروي اتحاد او د نړۍ نورو هېوادونو ته په ډېرې تېزۍ لاره پیدا کړه.
او بلاخره په ۱۹۷۷ز کال کې ګران هېواد افغانستان کې هـم د تلوېزیون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې یو کال وروسته یعنې په ۱۹۷۸ز کال کې یې خپلې لمړنۍ خپرونې پیل کړې.



تلویزیون ساینس ورځ
t