اوس له الوتکې د فضا ټولې برخې ننداره کولی شئ

اوس له الوتکې د فضا ټولې برخې ننداره کولی شئ

برېټانيا کې د ټکنالوژۍ يوې کمپنۍ د الوتکو لپاره داسې ډيزان جوړ کړی دی چې پکې سپاريان کولی شي له خپلې څوکۍ د فضا ټولې برخې ننداره کړي.

مخکې به يوازې هغه کس د فضا ننداره کولی شوه چې د کړکۍ څنګ ته به ناست وو.

خو نوي ډيزان داسې جوړ شوی دی چې هر څوک له خپلې څوکۍ کولی شي د فضا هره برخه وګوري.

د نوې ټکنالوژي په مرسته په راتلونکي کې له الوتکو کړکۍ لرې کېږي او مساپر کولای شي د الوتکې له ټولو څوکیو د «اوايل‌ای‌ډي» لمسي ښیښو په مرسته د فضا هره خوا وویني.

پر دې ښېښو چې د مساپرو په مخ کې لګول شوې، دوی کولای شي د بهرنۍ فضا تر څنګ د خپلې خوښې تفریحي او نور پروګرامونه هم وګوري.




t