خوست: د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې ناسته وشوه

خوست: د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې ناسته وشوه

خوست کې د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې ناسته وکړه.
دا ناسته چې د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان په مشرۍ تر سره شوه، په کې د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې غړو ګډوون کړی و.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وایي، مرستیال والي په خپلو خبرو کې وویل چې په وروستیو کې د رسنیو او حکومت تر منځ همغږي زیاته شوي او داسې هیڅ کومه پېښه نه ده، رامنځ ته شوي، چې له امله یې خبریالانو ته زیان اوښتی وي.

هغه زیاته کړه، چې ولایتي ادارې د بیان ازادۍ د اصل په پام کې نیولو سره، ټولو خبریالانو ته خپل حقوق او په وخت سره مالومات ورکړي او د خبریالانو ستونزې هوارې شوي.

ښاغلي پټان وویل که خبریالان ستونزې ولري، کولای شي، چې په وخت یې له ولایت مقام سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې جدي ګامونه پورته او د دوی ستونزو ته به رسیدنه کیږي.

سرچينه زياتوي؛ په ناسته کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې منشي او د ولایت ویاند طالب منګل، د کمیټې مرستیال ښاغلي سخي سرور میاخېل، د سولې پیغام راډیو مشر ښاغلي زاهد شاه انګار ، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد انور زاهد او د کمیټو نورو غړو له اجنډا سره سم په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او په اړه یې وړ تصمیمونه او پریکړې تر سره شوې.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



خبرونه، خوست، خبريالانو سره ناسته
t