د يوې تور سرې خورا تريخ داستان !

د يوې تور سرې خورا تريخ داستان !

ددې تور سرې د ژوند تریخ داستان مې ولوست ، د خپلې بدبخته ټولنې د انسانانو پر انسانیت راته شک پیدا سو :'(
ما یې د ژوند ستړی داستان لږ را لنډ او خلاصه کړ ، تاسو یې حتمي ولولۍ …!!
نوم یې ریزه ګل وه ، د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکې وه ، هغه ددماغي ستونزو له امله خپلې کورنۍ له کوره ایستلې او شړلې وه ،
دې ښځې وروسته د کندز ښار ته پناه یوړه ، د ښار په کوڅو، دوکانو ، یو ځای او بل ځای به یې شپې تیرولې.
په دې لیونتوب کې هم د وحشت او دحشت په لوی ښار کې ورباندې نږدې سلګونه ځله جنسي تیری کیږي ، له همدې امله ۵ ځله حامله شوې ده ، چې درې ماشومان یې مخکې له وخت څخه دنیا ته مړه راوړي او دوه اولادونه یې ژوندي او پر خپل وخت پیدا سوي دي.
په ژوندیو اولادونو کې یې یو ورڅخه اوبو غرق کړ او له خپلې لیونۍ مور څخه بیل سو او بل زوی یې له لوږې په یوه خونه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
وایي چې د خپل زوی مړ جسد یې نږدې یوه اونۍ له ځانه سره ساتلی وه او چاته یې نه ورکاوه چې خاوروته یې وسپاري
بالاخېره ریزه ګل د خوب په حالت کې ده او د زوی مړ جسد یې په پټه خلک ورڅخه وړي او د ښخولو بندوبست یې کوي ، کله چې ریزه ګل له خوبه ويښیږي نو چیغې وهي ، په لارو او کوڅو کې د خپل مړ ماشوم لټون پیلوي خو ، بیا یې نه ویني.
هغه د خپل ژوند (۱۱) نور کلونه هم د انسانانو په شکل کې د وحشي ځناورو په منځ کې تېروي ، ماشومان یې په لارو کوڅو کې په تیږو او ډبرو ولي او یوه ورځ یې د کوم ماشوم لخوا د ډبرې په ویشتلو سره یوه سترګه هم له منځه ځي او د تل لپاره وړندیږي.
بالاخیره ریزه ګل د زیات یخ او ناروغۍ له امله مړه کیږي او د تل لپاره ددې نامرده ، بې رحمه او ناځوانه دنیا او خلکو څخه د حق داعي ته لبیک وایي.
د ریزه ګل د ښخولو لپاره د کندز له ښاروالۍ څخه مرسته غوښتل کیږي تر څو د تکفین بندوبست ورته برابر کړي ، خو ښاروالۍ له دې کاره په شا کیږي.
وروسته د سیمې یو غیر مسؤل قوماندان د هغې د جنازې او تکفین کار په غاړه اخلي او خاورو ته سپاري.

دا مو د ټولنې هغه دردونکې کیسه ده چې ، موږ ټول ورباندې باید خجالت ووسو او د یوې بېوزلې او لیونۍ خور په حق کې باید ځانونه پړ وګڼو.
افسوس افسوس 😭
(د حقایقو هنداره)

شراف الدين کاکړ

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



تور سرې، داستان، ژوند
t