د هرات تاریخي جامع جومات

د هرات تاریخي جامع جومات

“د هرات ستر جامع جومات د تاریخي لرغونتیا له مخې په نړۍ کې د مسلمانانو پنځم ستر جامع جومات دی. چې د “آبي جومات” په نامه سره هم پېژندل کېږي، دا جومات نږدې ۱۴سوه کاله مخینه لري.
دا جومات پر (۴۶۷۶۰) متر مربع ځمکه باندې جوړ شوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه، ۴۴۴ ستنې، ۴ ایوانونه،۴ ورونه، ۱۲ ګلدستې او څلور لویې کتیبې لري چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرونه پرې لیکل شوي دي، ۳ سراچې، یو منبر، یو کتابتون او یوه لویه د اوداسه خونه لري. د یادونې وړ ده چی، دا جومات پر یوه مهال د ۱۰۰ زرو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د جومات ګلدستې چې د آذان د غږ رسولو لپاره جوړې شوي دي، له ۱۷ څخه نیولې تر ۳۶ متره پورې لوړوالی او له ۷ څخه نیولې بیا تر ۱۰ متره پورې سور لري، چې هره یوه یې ۸ رواقونه لري او بامونه يې په پیروزه یې رنګ کاشیانو پوښل شوي دي.
ویل کیږي، چې دا جومات د اسلام څخه مخکې د آریایانو عبادت ځای وو، خو په ۲۹ لېږدیز سپوږمیز کال، کله چې د هرات خلک د اسلام په مبارک دین مشرف شول، نو دغه لوی معبد د مسلمانانو په جومات واوښت.
په ۴۱۴ هجري قمري کال، د جومات نیمه برخه چې په لرګیو پوښل شوې او رنګ شوې وه، د اور لګېدنې له امله و سوځېده، خو د خواجه محمد تاکي په هڅو او د خلکو په مرسته بیرته ورغول شوه.
نږدې دوې پېړۍ وروسته د شیخ الاسلام فخرالدین رازي په مشوره د سلطان غیاث الدین غوري په حکم په بنسټیزه توګه د دې جومات د جوړولوکار د پخو خښتو او ښکلو پېروزه یې رنګه کاشیانو په کارولو سره پیل شو او د نوموړي له مړینې وروسته، د ده زوی سلطان محمود غوري د جومات پاتې ودانیز کار بشپړ کړ.
ویل کېږي چې دا جومات د تیموریانو د پېر له ودانیو سره ورتوالی لري، ځکه چې په هغه وخت کې داسې ډېرو هنرونو په هرات کې وده کړې وه.
په ۱۳۲۴ هجری کې د هرات د نائب الحکومه عبدالله خان ملکیار له خوا ددې جومات و ختیځ لورې ته پراخ واټونه او د ۲۵ زره متر مربع په کچه، یو لوی او ارت بڼ جوړ کړای شو.
هغه مهال دا جومات یوازې د عبادت او لمونځ کولو ځای نه وو، بلکې دلته د دیني علومو یوې خورا لویې مدرسې هم شتون درلود، چې د خواجه عبدالله انصاري او خواجه محمد تاکي په ګډون د اسلامي نړۍ لویو عالمانو او پوهانو، پکې د تدریس چارې پر مخ بیوې.
ددې جومات په انګړ کې د تاریخي ارزښت لرونکی یو لوی مسي دېګ هم شتون لري، چې د ښکلا او هنر له مخې د خلکو پام ځانته اړوي، ویل کېږي، چې پخوا به په مذهبي ورځو کې په دې دېګ کې شیره او شربت جوړېدو او پر خلکو به وېشل کیدو.
د هرات په خلکو کې له پخوا څخه یو روایت پاتې دی، چې د هرات د جومات کار هیڅکله سرته نه رسېږی، خو که کله یې چارې بشپړې شي، نو هغه مهال به قیامت راځي”.
✍️ارګ آرشیف
منډیګک

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



تاریخي جومات معلوماتي هرات
t