خوږیاڼو کې بزګرانو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه

خوږیاڼو کې بزګرانو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د لس شوراګانو اړوند بزګرانو سره د CBARD مؤسسې له لورې د ۶ قلمه توکو مرسته وشوه چې په کې هر یو ته یوه لاسي کراچۍ، یوه بیلچه،یوه پنجۍ،پنځوس کیلو یوریا، یو کیلوجوار او یو کیلو لوبیا تخم شامل وو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د یادې مرستې د ورکړې پر مهال د ولسوالۍ مرستیال ایوب خوږیاڼي او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود .

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



خبرونه خوږیاڼي مرسته ننګرهار
t