شپږو ولسوالیو کې د ۱۱ تنو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه

شپږو ولسوالیو کې د ۱۱ تنو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه

ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې ( SNaaP2) له لوري د ننګرهار ولایت په (مهمندره،رودات،بهسود،ګوشته،لعلپوره او خوګياڼيو ) ولسوالیو د ۱۱ تنو د ګمارنې په موخه د ۲۰ انجونو په ګډون د ۵۰ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د یادو ولسوالیو لپاره د کلیو په کچه د ترویج د کارکوونکو په توګه ګمارنې په موخه د ۲۰ نجونو او ۳۰ هلکانو څخه مسلکي ازموسنه واخیستل شوه،چې په ترڅ کې به ۶ نجونې او ۵ نارینه تر بریالیتوب وروسته په دندو وګمارل شي .

ددې ازموینې پر مهال د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست ریس ډاکټر ضمیر بهسودي خوښي وښوده،چې د اړیکو پر ځای اوس مهال بېلابېلو مسلکي او نورو بستونو ته ځوانان د ازادې سیالۍ له لارې په شفاف ډول جذبیږي.

سرچینه وايي، نوموړي ددې ازموینې د شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه،چې د ازموینه د کابل څخه د راغلي پلاوي او کرنې ریاست د ګډه هئت له لوري اخیستل کیږي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



امتحان اخیستل خبرونه ننګرهار
t