یو پښتون جاسوس ۴۰ کلن جاسوسی د پښتنو په مالت کی!

یو پښتون جاسوس ۴۰ کلن جاسوسی د پښتنو په مالت کی!

د پښتون قوم تاریخ ناکاره او جعلی ده. په سیمه کی د عدم تشدد فلسفه د تاوتریخوالی اصلی لامل ده او باچا خان په سیمه کی د موروثی نظام بنسټ ایخودونکی ده. عوامی نشنل پارټی او پی ټی ایم په سیمه کی د کړاوونو اصلی لامل دی. ډیورنډ یوه افسانه ده او افغانستان د پاکستان د وروسته پاتی و ناخوالو ذمه دار دی. دا پروپاګند جمعه خان صوفی چی په خټه پښتون او د صوابی ده د څو کالونو راهیڅی کوی.

جمعه خان صوفی چی په اسلام آباد کی د ای ایس ای تر حراست او ددی جاسوسی سازمان په تنخواه ژوند کوی ځینی اثار او کتابونه لکیلی او کله ناکله په بحثونو کی هم برخه اخلی. د کلونو وروسته کله چی پښتانه مشران پوه شو چی صوفی د ای ایس ای لوړپوړی غړی دی نو هغه یی له خپل منځ نه ورټل.

سره لدی چی لا هم صوفی دا نه منی چی د ای ایس ای جاسوس ده خو د پښتنو ټولونو هغه له خپل ټولنی او مالت نه شړلی دی. صوفی خپل د ځوانی ۲۰ کاله د ای ایس ای خفیه مامور په‌توګه د یو جلاوطن پښتون نشنلست تر هویت لاندی په افغانستان اوسیدل، خو هیڅوک د هغه په جاسوسی مشکوک شوی نه وه. صوفی وتوانید چی د افغان چارواکو او د پښتانه مشرانو اعتماد ځان‌ته جلب کړی.‌ هغه په خپل کار کی دومره هوښیار وه چی حتی سلیمان لایق صیب خپل لور بی بی ورته په نکاح کړ.

سره لدی چی باچاخان هیڅکله هم ولسمشر یا صدراعظم نه وه او دمرحوم کورنی غړی هم هیڅکله د هیواد واګی په لاس کی نده اخیستی خو صوفی ادعا کوی چی فخر افغان د موروثی نظام ډبره ایښودونکی دی. داچی د باچا خان فلسه د عدم تشدد په نامه په نړی کی مشهوره فلسفه ده او مرحوم هیڅکله هم تشدد ته لمن نده وهلی خو صوفی د بمونو او انتهاری لوبی لامل دغه فلسفه بولی. له بل لوری صوفی چی پخپله هم پښتو غږیږی مدعی ده چی پښتو او پښتانه د تاریخ جعل دی.

صوفی د پي ټی ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه هم غندی او وایی چی دغه غورځنګ د پردو لخوا جوړ شویدی. جالبه داده چی صوفی ټول پښتانه سیاستوال او ګوندونه د ناخوالی اصلی لامل بولی او ادعا کوی چی د پاکستان په ټولو تاوتریخوالی کی یواځی د افغانستان لاس دی.

صوفی د ډیورند قرارداد یوه افسانه بولی د بلوچانو، پښتنو او سندیانو سیاسی، کلتوری او مدنی آزادیو مخالف دی. هغه د ټولو سندی، بلوچی او پښتون سیاسی ګوندونو چی د پنجاب د ظلمونو خلاف آواز پورته کوی، مخالفت کوی او ادعا لری چی په پاکستان کی پنجابیان د نورو ایالتونو او قومونو لخوا قربانی شویدی. هغه د محمد علی جناح د پالیسیو ملاتړی ده او یواځی د پاکستان فوج تر قیادت لاندی نظام پلوی کوی.

صوفی د ډبل ایجنټ په توګه اویاوم کلونو کی په مسکو کی هم د پروپاګند او جاسوسی زدکړی هم کړی.‌ سره لدی چی په نړی کی ځینی جاسوسی اداری د صوفی ۴۰ کلنه جاسوسی ژوند او کارنامی کامیاب بولی او دا چی هغه توانیدلی په ۴۰ کالونو کی د ای ایس ای د لوړپوړی جاسوس په توګه خپل قام او حتی خپل میرمن دوکه کړی ستایی، خو لا تر اوسه پوری د صوفی لیکل شوی اثار د هیڅ یو اکاډمیک او علمی مرکز لخوا خپور شوی ندی. دا ځکه چی ددی لیکنی یواځی د روانی جنګونو او پروپاګند یوه برخه بلل ګیږی، نه کوم علمی اثر.

پدی وختونو کی داسی لیدل کیږی چی ای ایس ای د صوفی اثار په دری او پښتو ژبو په سوشل میډیا کی او خپل د ځینی همکارانو له لوری ددی چاپی لیکنی په وړیا توګه په پاکستان او افغانستان کی توضیع کوی. سره لدی چی صوفی اوس کومه پټه څیره یا جاسوس نده خو لاهم ځینی کسان د هغه ننګه کوی او د هغه مرکی او لیکنی داسی خپروی لکه د شیکسپیر آثار.

لیکوال: شفیق همدم



افغانستان لیکنه همدم
t