د افغان فلم رئیسه: ”په پښتو ژبه ښه سکریپ ولیکئ، بودیجه درته پیداکوم‟

د افغان فلم رئیسه: ”په پښتو ژبه ښه سکریپ ولیکئ، بودیجه درته پیداکوم‟

د افغان فلم نوي رئیسې صحرا کریمي ویلي دي، چي هر څوک په پښتو ژبه د فلم لپاره یو ښه سکریپ چمتو کړي، نو دا به ورته د فلم جوړولو بودیجه پیداکړي. نوموړې دا څرګندوني د ولس ږغ د یو پوسټ په ځواب کي کړي دي، چي ویلي يي وه، چي ولي په پښتو ژبه فلم نه جوړوي او افغان فلم يي په کي مینشن کړی و.

د ولس ږغ په نوم خوځښت په ټویټر اکونټ کي هغه څه ته په غبرګون کي چي دولت او افغان فلم ولي په ملي ژبه پښتو فلم نه جوړوي، ویلي دي:(( اغلې مهال واک! ښه په ښکلي او په لوړ مسلکي معيار به په پښتو فلم کله راځئ؟. ایا افغان دولت کولى سي، چي د افغان ملت په پيسو چلېدونکی افغان فلم ته ووايي، چي ولې په ملي ژبه پښتو کي فلمونه نه جوړوي؟.)) او ورسره یي د افغان فلم اکونټ مینشن کړی و.

په ځواب کي يي د افغان فلم نوي رئیسې په خپل ټویټر اکونټ کي لیکلي دي:(( زما پښتو ښه نه ده، خو بيا مي هم په پښتو ژبه د دې لپاره پوسټ کړی دی، چي هېڅ قومي تعصب نه لرم، ځکه چي په څو توکميزه کورنۍ کي لويه سوې یم. او که څوک په پښتو ژبه یو ښه سکریپ ولیکي، نو افغان فلم به ورته بودیجه پیداکړي او په جوړولو کي به ورسره پوره همکاري وکړي.))

د افغان فلم د تاسیس راورسته په دری ژبه ګن شمېر او په پښتو ژبه ډېر کم فلمونه او سریالونه جوړ سوي دي، خو دا چي افغانان تل بهرنۍ فلمونه او سریالونه ګوري نو دومره هم ښه نه دي چلیدلی، ځکه په افغانۍ تلویزونونو کي همیشه بهرنۍ سریالونه چلیږي او د سېنما د برخي د مسئولینو نیوکي هم تل پر همدې وي.

د خط سوم په نوم د افغانۍ سریال تکړه ممثلې د غوره ممثلې جایزه تر لاسه کړه.

پاته دي نه وي، چي دا نیوکي وروسته له هغه پر افغان فلم وسوي چي د مهال واک په نوم د سریالونو تکړه ممثلې او ماډلې د خپل ښه اداکاري له امله څو ورځي مخکي وستایل سوه او هم د غوره ممثلې جایزه تر لاسه کړه. په یاد سریال کي د دری تر څنګ پښتو ژبه هم کارول سوي ده او د سېنما مینوالو ورته مبارکیاني هم ویلي دي.



افغان فلم صحرا کریمي فلمي نړۍ مهال واک
t