تاپسي پانو د میتالي راج پر ژوند فلم جوړوي

تاپسي پانو د میتالي راج پر ژوند فلم جوړوي

د بالیووډ نوموتي او ځواني ښکلې سېنمايي ستورې تاپسي پانو د هند د ښځينه کرکیټ د لوبډلمشري میتالي راج پر ژوند او کرکیټ ته د هغې پر راتګ او په کرکیټ کي د هغې د ښه ځلیدو په اړه د فلم جوړولو اعلان وکړ. بالیووډ ستورې تاپسي پانو څو څو ځلي په فلم کي د میتالي راج د رول لوبولو په اړه خپلې هیلي څرګندي کړې وي.

یاد ښکلې ستورې د هند د ښځينه کرکیټ د لوبډلمشري میتالي راج پر ژوند او کرکیټ ته د هغې پر راتګ او په کرکیټ کي د هغې د ښه ځلیدو په اړه د فلم جوړولو اعلان د یادي کرکیټ لوبغاړې د زږیدو د کلیزي په لمانځغونډه کي کړي دي. تیره ورځ د هند د ښځینه کرکیټ د تکړې لوبډلمشري میتالي راج کلیزه وه او تاپسي هم هلته وه او د کیک د پریکولو وروسته تاپسي وویل، چي د میتالي راج پر ژوند جوړونکی فلم کي به هغه د نوموړې رول ولوبوي.

ښکلې ستورې تاپسي پانو وايي، چي د کرکیټ سره خاصه مینه لري او خوښه ده چي د فلم له برکته د کرکیټ کولو چانس ورته پيداکیږي. یاد فلم چي (شاباس میتو) نومیږي، چي د کرکیټ ستورې میتالي راج پر ژوند او کرکیټ باندي جوړیږي. نوموړې همدراز ویلي دي، چي میتالي راج د کرکیټ وتلې لوبغاړې ده او د هغې رول لوبول ورته د افتخار ځاي دي.

تاپسي پانو د هند د ښځینه کرکیټ لوبډلمشري میتالي راج پر ژوند فلم جوړوي.

پاته دې نه وي، چي تاپسي پانو هغه ښځینه سېنمايي ستورې ده چي هر ډول رول لکه اکشن، ډانس او کومیډې ټولو کي خاص مهارتونه لري، چي همدا وجه ده، چي فلمي ډایریکټران يي ډېره خوښوي او ورته پیشنهادونه کوي.



بالیووډ فلمي نړۍ کرکیټ
t