د افغان جګړې اوږده او خونړۍ مخینه! / عبدالنافع امید

د افغان جګړې اوږده او خونړۍ مخینه! / عبدالنافع امید

عبدالنافع (امید)

د افغان بېګناه ملت په وژلو هدف ته رسېدل ناممکن دي، په ميليونونو افغان ولسي وګړي ووژل شول، په ميليونونو نور معلول او معيوب شول او د جګړې دې څلوېښت کلن طوفان د هيواد ټول مادي او معنوي تاسيسات او افتخارات له منځه يووړل.

جګړه ورځ تر بلي پسي خونړۍ شوه، خو بريا چا ونه ليده.

په دې څلوېښت کلن طوفان کي هيڅوک هم بريالي نه شول، ټول اړخونه لا هم د ځان په ګټه په جګړه کي دي.

په ميليونونو کسان او د هيواد کادرونه د همدې جګړې د وحشت له امله په بهرنيو هيوادونو کي مهاجر او دربدره شوه.

جګړې مو هيواد په کنډواله رامبدل کړ، خو هيڅ جهت يا يوه ډله بريالۍ نه شوه.

که جګړه او مرګ ژوبله د حل لاره وای، نو د افغانستان د جګړې مخينه تر هر هيواد وغځېده، نو اوس خو بايد حداقل موږ يوې نتيجې ته رسېدلي وای، خو داسي ونه شول او لا هم په جګړه کي مزل کوو.

دا خونړی طوفان ورځ تر بلي لا هم شدت مومي او حللاره مو ونه موندل.

باالخره، که جګړه د افغان معضلې او کشالې د حل لاره وای، نو افغانان به اوس حتمي يو توافق ته رسېدلي وای.

د جګړې ښکيل اړخونه بايد د تېري جګړې د وحشت او حقايقو څخه عبرت واخلي او د جګړې د تداوم پر ځای د جګړې د خاتمې او سولي پر لارو چارو غور وکړي.

جګړه ژوند اخلي، جګړه نفرت زېږوي، جګړه د بېګناه انسانانو په ژوند لوبي کول دي،

د هيواد په هره برخه کي وژني زياتي شوي، ملکي کسان په شهادت رسېږي، هره ورځ د بېګناه خلکو موټرونه پر ښخ کړل شوو ماينونو برابرېږي او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسېږي.

ملګري ملتونه وایي، افغان خونړۍ جګړه هرکال ترلس زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي چي دا تر ټولو لوړه بیه ده چي ملکي وګړي یې پرې کوي.

ملګري ملتونه وایي، د ترهګرۍ قربانیانو او له دا ډول پېښو د ژوندي پاتې شویو کسانو هر اړخیز ملاتړ باید وشي چي متأسفانه تر اوسه دې ټکي ته خاصه توجه نده شوې.

افغانان هيله من دي، چي د سولي درېدلي خبرې دي بېرته پیل شي او په دې توګه په افغانستان کي د رواني جګړې د دایمي پای ته رسېدو سبب شي.

يوازي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ تر ۸۰۰ ډير افغان ملکيان د ماینونو او نورو منفجره موادو قرباني شوي، چي تر ۸۴ سلنه ډیر یي ماشومان دي.

په افغانستان کي سوله، امنیت او ثبات نه‌یوازې د افغانانو، بلکي د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ لپاره هم دېر مهم او د اهمیت وړ دی.

له ملي او نړیوالې اجماع سره سره، په ګاونډ او سیمه کي یو شمېر لوري شته چي په افغانستان کي له امنیت او ثبات سره مخالفت کوي.

ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او نور ارګانونه باید په دې کار وکړي او په افغانستان کي د جګړې ښکيل لوري دې ته اړ او متوجې کړي، که دا اجماع رامنځته نه‌شي، نو سوله امکان نه ‌لري.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغان جګړه افغانستان اوږده مخینه خونړۍ څپه ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar
t