د ظلم او ستم انتها! / ندیم معصوم

د ظلم او ستم انتها! / ندیم معصوم

ندیم (معصوم)

په هیواد کي د ولسي مرګ ژوبلي کچه ورځ تربلي لوړېږي، د جګړې ډګر تود دی؛ آن د رواني بدمرغي، خونړۍ او مرګوني جګړې تودو څپو او ګرمو لمبو ددغه هیواد یخ آقلیم ګرم ساتلی دی.

د بشریت، انسانیت او معصومیت خونیان، پرديپالي جګړه  ماران، د افغان خاوري او بېګناه ولس آذلي او قسم خوړلي دښمنان او افغان وژني ته مستخدم قاتلان هرځل د افغان ولس په منځ کي خپل خونړي او مرګوني بریدونه ترسره کوي.

د معصومیت او طفلیت درنده گان او ستمگران هر وخت په خپلو خونړیو بریدونو او موټر بم چاودنو کي ترټولو زیات افغان ملکي وګړو په ځانګړي ډول معصومو ماشومانو ته مرګه ژوبله آړوي.

د هيواد په پلازمېنه کابل کي د تېري اوونۍ چهارشنبې (عقرب ۲۲مي) خونړۍ حملې، چي آقلیت بهرنیانو، خو آکثریت افغان ملکیانو، ښځو او معصومو ماشومانو ته پکي مرګ ژوبله واوښته؛ بیاځلي دا ثابته کړه، چي د افغان بېګناه او مظلوم ملت بدبختو او خوارېدونکو دښمنانو ته د سترخالق قدرت، وحدانیت او حاکمیت، بشري او انساني کرامت، اسلامیت او افغانیت او د جګړې هيڅ اصول او قوانین مراعتول آرزښت نه لري.

دغه خونړی موټربم برید د کابل ۱۵مي حوزې آړوند قصبې ته نژدې هغه مهال وشو، چي د يوه بهرني شرکت د کارکوونکو موټریز کاروان له سیمي د تېرېدو په حال کي وو، خو دغلته تر ډېره ځايي ولسي وګړي او د ښوونځيو زده کوونکي تګ-راتګ کوي.

دغي مرګوني موټربم حملې لږترلږه ۱۲ بېګناه افغانان ووژل او د درېیو ماشومانو په ګډون یې ۲۰ کسان ټپیان کړل، چي څلور پکي د ګارډا ورلډ په نوم د يوه بهرني شرکت کارکوونکي دي.

ددغه خونړي برید پرمهال د ښوونځي دوه کوچني زده کوونکي، چي یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او بل د هغې ۷ کلن ورور له خپل پلار سره يوځای د ښوونځي پر لور روان وو، چي په سیمه کي پرې چاودنه وشوه.

کابل ښار کي له تېرو څو اوونیو کرارۍ وروسته دا لومړنۍ زوروره چاودنه وه، چي پر ځاني تلفاتو سربېره یې ځايي خلکو ته مالي زیانونه هم واړول.

دا خونړۍ حمله د افغان حکومت لخوا د هغه مهم اعلان په سبا وشوه، چي ولسمشر محمد اشرف غني وویل، پرېکړه‌يې کړې ده، چي د حقاني شبکې د کلیدي غړي انس حقاني په ګډون د طالبانو درې لوړپوړي غړي په مشروط ډول خوشي کړي.

خو ولسمشر اشرف غني هیله څرګنده کړې، چي دا اقدام به د سولي خبرو د پیل او د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د راخوشي کېدو لامل شي.

له دغه مرګوني برید څخه غلیظ دود او لوخړي پورته شوې، مځکه په وینو سره شوه او بېګناه افغانان او معصوم افغان ماشومان په وینو ولمبېدل؛ دا ډول صحنې کابل ښاریانو او نورو افغانانو ته ډېري عادي او آشنا دي، حال دا چي په بشري او انساني قاموس کي د بېګناه، بې دفاع او غیرمحاربو وګړو​ وژنه د ظلم او ستم وروستی حد دی.



افغان جګړه افغانستان انتها ستم ظلم ليکني او ژباړي ماشومان

تبصره وکړئ

avatar
t