د سولي څرک ورکېدل او ټاکنیزو پايلو ځنډېدل! / لطیف همراز

د سولي څرک ورکېدل او ټاکنیزو پايلو ځنډېدل! / لطیف همراز

لطیف (همراز)

داسي برېښي، چي د ټاکنو او سولي دوه مهم او آساسي بهیرونه د ستونزو سره مخ دي.

د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو اعلان بیاځلي ځنډېدل ښايي په هیواد کي سیاسي بې‌ثباتي رامنځ ته کړي او د نوماندانو ترمنځ يوبل پوري د درغلیو تورونه نورهم زیات کړي.

د مېزان پر ۶مه د افغانستان ولسمشريزي ټاکني د طالبانو د تهدیدونو تر سیوري لاندي ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړی ویلي وو، چي ابتدايي پايلي به د مېزان په ۲۷مه نېټه اعلان کړي، خو اعلان نه ‌شوې. ورپسې ياد کمېسیون د ټاکنیزو پایلو د اعلان نېټه د عقرب ۲۳مه وټاکل، خو بیاهم د ټاکنو لومړنۍ پايلي وځنډول شوې.

ټاکنیز کمېسیون وايي، چي د شکمنو رأیو د څېړلو او بیاشمېرلو بهیر ښایي وخت ونیسي، خو دغه کمېسیون باید ژر تر ژره د ټاکنو ابتدايي نتایج اعلان کړي، ځکه نور د افغان ملت سره ددې پروسې د بیا_بیا ځنډېدو زغم او حوصله ختمه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنیزو اصولو، مقرراتو او تګلارو سره سم خپلي چاري مخ ته یوسي؛ کنه ددغو پایلو بیاځلي ځنډېدل به ناوړه او منفي پایلي ولري او پر ټاکنیز نظام به د افغانانو باور زیانمن کړي.

بحران رامنځ ته کول د هيچا په ګټه نه‌تمامېږي او مسؤلي ادارې او یوناما باید دا ومني، چي د نوماندانو له لوري د ټاکنو کمېسیون یرغمل شوی او دوی باید ددغه فشار لېري کولو لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره او د هري هغي هڅي مخه ونیسي، کوم چي د افغان ملت رأیي بې‌ارزښته کوي.

د ټاکنو اوسني کرکېچن حالت په کتو دویم پړاو ته د ټاکنو د تلو امکان ډېر دی، خو دا به لویه جفا وي، چي کمېسیون یې د افغان ولس په حق کي کوي.

دویم پړاو ته د ټاکنو د تلو آوازې وروسته له هغه راپورته کېږي، چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تيرو دوو میاشتو په ترڅ کي ونه توانېد، چي د ټاکنو لومړني نتایج اعلان کړي.

که د ټاکنیزو ډلو قناعت حاصل شي، نو داسي به احساس شي، چي کمېسیون د ټاکنیزو قوانینو، شته مقراراتو او طرز العملونو سره سم خپل کار ترسره کړی دی.

دا چي بیاځلي ټاکنیز مهالویش نقض شو، ښه کار ونه شو او ښايي پر ټاکنیزه پروسه هم ناوړه اغېز وکړي، خو آړینه ده، چي آړوند ارګانونه په ټاکنیزه پروسه یو ځل بیا د خلکو باور را ژوندی کړي او داسي دقیق ټاکنیز مهالویش ورته وټاکي، چي دا ځل هیڅ نقض نه شي.

کمېسیون په دې برخه کي مسؤل او مکلف دی، چي د خلکو پر رایو ملنډي ونه وهي، د چا فرمایشونه ونه مني او د ټاکنیزو قوانینو، شته طرزالعملونو په رڼا کي د ټاکنو ابتدايي نتایج اعلان کړي.

شنونکي وايي، که د ټاکنو کمېسیون دا کار ونه کړي، نو لېري نه ده، چي تېري ولسمشريزي ټاکني به هم د ۲۰۱۴م کال د ټاکنو سناریو ته ولاړي او حالت به بحراني شي، چي مسؤلیت به يې بیا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر غاړه وي.

هاخوا په هيواد کي د رواني خونړۍ جګړې د پای او سولي ته د رسېدو په برخه کي چي کله هم یو مثبت ګام اخیستل شوی، طالبانو د هرکلي پرځای په تاوتریخوالي ځواب ورکړی دی.

دغه راز افغان حکومت څوځله طالبانو ته د سولي وړاندیز کړی او هغوی یې د جګړې پرځای د سولي مېز ته رابللي، خو دغي ډلي په تاوتریخوالي لاس پوري کړی او د افغان حکومت، امریکا او نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو شته فرصتونو ته‌یې هم هيڅ آرزښت نه‌دی ورکړی او اجازه‌یې نه‌ده ورکړې، چي د افغانانو د سولي خوبونه په حقیقت بدل شي.



افغانستان انتحابات ليکني او ژباړي ټاکني ټاکنې ۱۳۹۸

تبصره وکړئ

avatar
t