د داعش شمزۍ ماته شوه! / سیار هیوادمل

د داعش شمزۍ ماته شوه! / سیار هیوادمل

سیار (هیوادمل)

د هيواد په ختيځه برخه کي افغان دولت ته د داعش وسله والي ډلي د سلګونو جنګياليو په پرلپسې ډول تسليمېدل داښيي، چي د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کي يادي وسله والي ډلي په بشپړ ډول ماته خوړلې ده.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي د افغان پوځ د وروستيو عملياتو په پايله کي ګڼ شمېر داعش وسله وال د خپلو کورنیو، ښځو او ماشومانو سره يوځای تسليم شول.

ننګرهار کي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مسئولين وايي، په تيره يوه میاشت کي افغان امنيتي ځواکونو ته شاوخوا ۷۰۰ داعش جنګیالي د خپلو سلګونو ښځو او ماشومانو سره يوځای افغان حکومت ته تسليم شوي او خپلي سلګونه ميله درنې او سپکي وسلې يې هم افغان ځواکونو ته تسليم کړي دي.

په دغو تسلیم شویو کسانو کي ګڼ شمېر کورني او بهرني غړي شامل دي، چي له دې جملې يې ۵۰۰ ښځي او ماشومان دي.

د چارو د کارپوهانو په باور، کله چي په وروستي ځل په اچين ولسوالۍ کي د افغان پوځیانو لخوا سخت او ځپونکي عمليات ترسره شول، چي له امله يې داعش جنګیالو ماتي وخوړه او اوس ډلي_ډلي د خپلو وسلو مېرمنو او ماشوانو سره افغان حکومت ته تسليميږي.

افغان امنيتي چارواکي وايي، اوس هم په اچين ولسوالۍ کي عمليات په جديت سره ادامه لري او د داعشي ملاتړو او وسله والو د تسليمۍ لړۍ هم روانه ده.

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چي ددغو تسلیم شویو کسانو سره به د انساني، بشري، اسلامي او افغاني دود له مخي او د هغوی د ښځو او ماشومانو سره د ترحم له مخي چلند وسي.

افغان چارواکو، د کورنيو او بهرنيو ادارو مسئولينو د تسليم شويو داعش وسله والو د ښځو او ماشومانو بشري وضعيت ته په بېلابېلو برخو کي د چمتووالي څخه ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي ويلي، چي ګڼ شمېر دغه تسليم شوي داعش جنګیالي يې مرکز ته لېږدولي او د پاته نورو په اړه به هم د قانون سره سم اجرات ترسره شي.

دغه راز د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دې تړاو وايي، چي د هيواد په ختیځ ننګرهار ولایت کي داعش ډله د ورکېدو سر مخ ده.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په خپره شوې خبرپاڼه کي ويلي، چي داعش ډلي په لوېدیځ کي د خپلو فعالیتونو د زیاتوالي لړۍ پيل کړې ده؛ سرچینې په دې تړاو زیات جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، یاده ډله د خپل مشر ابوبکر البغدادي تر وژل کېدو وروسته لوېدیځ ډېر په نښه کول غواړي.

په افغانستان کي د داعش شمزۍ ماته ده او د افغان پوځ او کمانډویانو لخوا ددغي وسله والي ډلي پرضد پيل شويو عملیاتو دغه ډلي ته درنه مرګ هم آړولې، چي د هري ورځي په تېرېدو يې جنګیالي تر پوځي فشار لاندي راوړل کېږي، ځکه داعش د تېښتي او ماتي بله لار نه لري، یا به افغان ځواکونو ته تسلیميږي، یا به له منځه وړل کېږي.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغان پوځ افغانستان داعش شمزۍ ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar
t