ننګرهار: ۱۴۵۰ داعش او د دوی د کورنۍ غړي تسليم او نيول شوي

ننګرهار: ۱۴۵۰ داعش او د دوی د کورنۍ غړي تسليم او نيول شوي

ننګرهار ولايت چارواکي وايي په دې ولايت کې د تېرې يوې مياشتې په موده کې ۱۴۵۰ تنه داعش، چې په کې ۴۱۳ جنګيالي دي امنيتي ځواکونو ته تسليم او نيول شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د دې ولايت والي شاه محمود مياخېل، چې رسنيو ته يې د ۱۸۰ تازه تسليم شويو داعشيانو او د دوی له لوری سپارل شويو وسلو د ښودلو په کنفرانس کې معلومات ورکول وويل، په تسليم شويو کې ۹۶ داعش جنګيالي دي، چې په کې دوه ترکي، شل افغانان او نور پاکستاني اتباع شامل دي.

نوموړي زياته کړه:

د وروستۍ يوې مياشتې په موده کې په دې ولايت کې ۱۴۵۰تنه، چې ۴۱۳ ديارلس يې جنګيالي او پاتې نور يې ماشومان او مېرمنې دي امنيتي ځواکونو ته تسلیم او نيول شوي دي، همدا راز يې وويل چې ۸۸۸ د داعش اړوند مېرمنې او ماشومان په دې ولايت کې تر ساتنې لاندې دي.

هغه وايي، چې د تسليم شويو داعشيانو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.

والي شاه محمود مياخېل د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې د داعش تسليميد په اړه د ډاکتر زلمي خليزاد وروستۍ څرګندونې رد کړې او زياته يې کړه، چې د ښه مديريت، ولسي ملاتړ او د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د سرښندنو په ترڅ کې داعش وسله وال اړ شوي، چې تسليم شي.

ښاغلي مياخېل په ياد کنفرانس کې د ډاکتر ناکامورا د وژنې په اړه وويل:

ياده پېښه له هېواده بهر پلان شوې او لامل يې هم د ناکامورا له لوري په دې ولايت کې د اوبو مهارولو په برخه کې بې ساري کارونه تر سره کول دي.

هغه زيآته کړه:

ځينې شواهد يې د يادې قضيې په اړه ترلاسه کړي، چې تر بشپړيدو وروسته به يې خلکو سره شريک کړي.

قومي مشر او د اچين ولسوالۍ اوسيدونکي ملک عثمان شينواري، ديني عالم حبيب الله جلال ابادي او مدني فعال حميد الله حميدي وويل، چې وروستۍ تسليمۍ د امنيتي ځواکونو رښتينولي په ګوته کوي، چې دوی په حقه دي او په نورو وسله والو مخالفو ډلو يې غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای د سولې لاره غوره کړي.

سرچینه وايي، تسليم شويو داعشيانو په خپلو تېرو کړنو پښيماني وښوده او زيآته يې کړه چې په وروستیو کې د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله اړ شول، چې ځانونه تسلیم کړي.

په دې کنفرانس کې چې ملي امنيت رياست کې تر سره شو د ملي امنيت رئيس ډګرجنرال نظر علي واحدي، امنيه قوماندان ايمل نيازي، يو شمېر مخورو، علماو او ځوانانو شتون درلود.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t