ولسمشرد ایران ځانګړی استازی خپل حضور ته ومانه

ولسمشرد ایران ځانګړی استازی خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران هیواد ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان خپل حضور ته ومانه او دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا او د افغانستان سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس غني د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات په معنی ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې په هیواد کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ محمد ابراهیم طاهریان تهران ته د طالبانو پلاوي د سفر په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل وې ویل، د ایران اسلامي جمهوریت خپل اصولي دریځ ته چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی دی، پابند دی. هغه زیاته کړه، هیواد یې د سولې هغې پروسې ملاتړ کوي چې حکومت محوره وي او د افغانستان حکومت په مالکیت او رهبرۍ پر مخ یوړل شي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t