يو افغان ځوان په يوازې توګه ښوونيز نصاب برېښنايي بڼې ته اړولی

يو افغان ځوان په يوازې توګه ښوونيز نصاب برېښنايي بڼې ته اړولی

د شمس الحق شمس په نوم يو افغان ځوان د افغانستان د پوهنې وزارت نصاب برېښنايي بڼې ته اړولی دی.

په دې ډيجيټلي نصاب کې د نصاب ټول مضامين شامل دي، چې د يو سافټ وير په واسطه د ويډيو له لارې درسونه تشريح کېدلی شي.

راپورونه وايي، ښاغلي شمس الحق د پنځو کلونو را په دې خوا د دغې پروژې په بشړتیا په یوازې توګه کار کړی دی.

هغه وايي، دا کار یې د دې لپاره کړی، چې ټول افغان ماشومان د ښوونې له نعمت نه برخمن او هېواد کې د باسواده کسانو شمېر ډېر شي.

د افغانستان په ښونځیو کې د کتابونو نشتوالی هم یوه ستونزه ده خو ښاغلی شمس وايي، که یې سیستم خپور شي کولی شي یاده ستونزه هم له منځه یوسي.

د شمس الحق په وینا د پروژې په بشپړتیا کې هیڅ چا ورنه ملالي ملاتړ نه دی کړی.




t