د برښنا پایو له لارې د انټرنیټ مزو لیږد په اړه مشورتي ناسته وشوه

د برښنا پایو له لارې د انټرنیټ مزو لیږد په اړه مشورتي ناسته وشوه

مخابراتي شبکو ته د انټرنیټ لیږد لپاره د برښنا پایو په کرایې ورکولو مشورتي ناسته د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس انجنیر امان الله غالب په مشرۍ جوړه شوه.

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، په دې ناسته کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د مخابراتو وزارت د نوري فایبر، افغان ټلیکام مخابراتي شبکې ادارو او دغه راز د احصایې ملي ادارې او تدارکاتو په ګډون د نورو اړوند ادارو استازو او دغه راز د افغانستان برښنا شرکت د تجارتي او تدارکاتو ریاستونو استازو ګډون کړی ؤ.

مخابراتي شبکو ته د انټرنیټ مزو لیږد لپاره د برښنا پایو په کرایې ورکولو، د قراداد مودې او نور اړوند شرایط، د یو کیلومټر واټن د کرایې بیې او نورو اړوند موضوعاتو په اړه د یادو ادارو استازو نظرونه واخېستل شول.

یاد شرکت ویلي؛ د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې وړاندې شوي نظرونه به د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي او وروسته به په دې اړه بیا هم ګډه مشورتي ناسته جوړه شي.




t