میدان وردګ: ۳۵۰ ښځينه روغتيايي کارکوونکې فعالیت کوي

میدان وردګ: ۳۵۰ ښځينه روغتيايي کارکوونکې فعالیت کوي

د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل په میدان وردګو ولایت کې د (HIV) او د ټولنې روغتيايي رضاکارانو ورځې نمانځلو مراسمو کې وویل: د میدان وردګو ولایت په ۸۴ روغتيايي مرکزونو کې د نارينه روغتيايي پرسونل سربېره۳۵۰ ښځينه روغتيايي کارکوونکې فعالیت کوي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دغه مراسمو کې ښاغلي اصغرخېل د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز پیغام واورولو دغه راز يې زياته کړه:

 موږ هڅه کوو د عامې روغتيا رياست خدمتونه پراخه کړو تر څو د ولایت په کچه کومه سيمه د روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې نشي.

میدان وردګو والي ډګرجنرال مظفرالدین یمین وويل: د عامې روغتیا ریاست او سوېډن کمېټې خدمتونه، فعالیتونه د ستاینې او مننې وړ دي، ښاغلي يمين زياته کړه: د عامې روغتيا خدمتونه د ټولنې اړتيا او نظام ته مشروعیت ورکوي باید ټولې سيمې تر پوښښ لاندې راولي، روغتیايي کارکوونکو ته يې سپارښتنه وکړه له ولسونو سره ښه سلوک او زيات خدمت وکړي.

سرچینه وايي، په یاده غونډه کې د سوېډن کمېټې او عامې روغتيا ریاست مسؤلینو د (HIV) په اړه د عامه پوهاوي او مخنيوي همداشان په ټولنه کې د رضاکارانو اړتیا، روغتيايي چارو پلي کولو په اړه خبرې وکړې.

مسؤلینو وويل:

 د میدان وردګو ولایت په کچه ۵۵۸ د ټولنې روغتيايي رضاکاران شته چې ۲۴۰ ښځينه او ۳۱۸ نارينه دي په ۳۲۶ روغتيايي پسوتو او کلیو کې روغتيايي خدامات وړاندې کوي.

د (HIV) او ټولنې روغتيايي کارکوونکو ورځې نمانځلو مراسمو کې میدان وردګو والي ښاغلي يمين سربېره، عامې روغتيا رییس، سوېډن مسؤلینو، روغتيايي کارکوونکو له ټولو ولسوالیو څخه رضاکاره روغتيايي کارکوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t