طالبان سوله، که امتیازات غواړي! / سایر سمون

طالبان سوله، که امتیازات غواړي! / سایر سمون

د هیواد کړکېچن وضعیت ته په کتو اوس د سیمي او نړۍ هيوادونه دې پایلي ته رسېدلي، چي په افغانستان کي جګړه د هيچا په ګټه نه ده او په سیمه کي ثبات ته جدي آړتیا ده.

د افغانستان بې‌ثباته، ناآمنه او خونړۍ وضعیت، د سیمي هېوادونه هم ویښ کړي، ترڅو په افغانستان کي د ثبات او امنیت سره مرسته وکړي.

خو لومړی غوره ده، چي طالبان اول د افغانانو سره سوله وکړي.

د معلوماتو په اساس، دا مهال په قطر کي د بندو دروازو تر شا د سولي خبري رواني دي، چي افغانان يې تراوسه له بشپړو جزیاتو خبر نه دي.

داسي ښکاري، چي د افغان سولي آړوند د قطر په روانو مذاکراتو کي د امریکا لومړی شرط عمومي اوربند دی، خو طالبان ورته غاړه نه ‌ږدي.

د افغان سولي او پخلایني لپاره د امریکا ځانګړی استازی باید د طالبانو سره په دې اړه وږغیږي، چي پر افغان او بهرنیو پوځیانو بریدونه کم کړي.

دا ځل ښايي د خلیلزاد دنده پېچلې وي، ځکه افغان چارواکو ویلي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغان ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی، چي د افغان سولي په راتلونکو بحثونو کي به کابل هم رول ولري.

د چارو شنونکي وايي، طالبان ځکه اوربند ځنډوي، چي زیات امتیازات ترلاسه کړي او هڅه کوي، چي لومړی له امریکا سره سوله وکړي او بیا په خپله خوښه له افغانانو سره خبري وکړي.

هاخوا د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، چي په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدل د طالبانو د احتمالي سولي د تړون سره ارتباط نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چي ښایي پرته له دې چي د سولي خبرو ته وګوري؛ په افغانستان کي به د خپلو پوځیانو شمېر راکم کړي.

دغه راز د افغانستان د سولي او نجات شورا په هیواد کي د سولي لپاره د ملي اجماع جوړول او په ولس کي د یوه سوله ييز محور رامنځ ته کول د اوسني بحراني وضعیت لپاره مهم ګڼي.

ياده شورا وايي، دا چي ټاکنو تراوسه کومه نتیجه ورنه کړه؛ نو باید یوه عبوري مسلکي اداره جوړه شي، چي د طالبانو سره په ګډه د راتلونکي لپاره پر یو میکانیزم اتفاق وکړي.

د چارو څېړونکي د سولي د مذاکراتو بیاځلي پیلېدو ته خوشبین برېښي او وايي، چي دا ځل باید د سولي خبري د افغان حکومت سره په همغږۍ، چي د قضیې اصلي آړخ دی، مخته یوړل شي، ځکه افغانان د همداسي یوې سولي غوښتونکي دي.

د شنونکو په باور، که طالبان عمومي او دایمي اوربند ځنډوي؛ په دې معنی ده، چي دغه ډله نور هم په افغانستان کي جګړې ته لمن وهي او په هیواد کي سوله نه، بلکي د زیاتو فشارونو له امله ډېر امتیازات لاسته راوړل غواړي.

کارپوهان وايي، که طالبان واقعاً په افغانستان کي تلپاته سوله غواړي، نو باید ترټولو مخکي د افغانانو سره سوله وکړي، ترڅو افغانان وپوهېږي، چي دغه وسله واله سختدریځه ډله نور په افغانستان د ثبات غوښتونکې ده او رواني خونړۍ جګړې ته نور د پای ټکی ږدي.



افغانستان جګړه حکومت سوله صلح طالبان

تبصره وکړئ

avatar
t