ايران: پر يوې ادارې د انټرنټي بريد هڅه شنډه شوه

ايران: پر يوې ادارې د انټرنټي بريد هڅه شنډه شوه

ايراني رسنۍ وايي، د دوی پر يوې الکترونيکي ادارې د انټرنټي بريد هڅه شوې چې شنډه شوې ده.

رسنيو د مخابراتو د ځايي وزير محمد جواد اذري له قوله ويلي، ياد بريد په ډېره لوړه کچه تنظيم شوی و.

ښاغلي جهرمي هغه دولتي اداره نه‌ده په ډاګه کړې چې دغه حمله پرې شوې او نه‌یې هم د دې حملې تور په کوم هېواد پورې کړی، خو ژمنه‌یې کړې چې په دې اړه به وروسته یو راپور خپور کړي.




t