د افغانستان او اندونیزیا د موزیمونو د اړیکو پر زیاتیدو او پراختیا ټینګار وشو

د افغانستان او اندونیزیا د موزیمونو د اړیکو پر زیاتیدو او پراختیا ټینګار وشو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د اندونيزيا د ملي موزيم له رييس سره په کتنه کې د افغانستان او اندونيزيا د موزيمونو ترمنځ د اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ.

هغې وویل:

 د افغانستان ملي موزيم د تاريخ له بېلابېلو دورو څخه د اثارو په لرلو سره په سيمه او نړۍ کې له معتبرو او بډاى موزيمونو څخه دى چې د نړۍ د سيلانيانو د پاملرنې وړګرځيدلې دى .

د اغلې حسینې په رسمي فیسبوک پاڼه ویل شوي؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې، ملي موزيمونه د هېوادونو دفرهنګ اوتاريخ منعکس کوونکي وبلل او زياته يې کړه:

د افغانستان د ملي موزيم مسوولين هلې ځلې کوي چې د هېواد ځوان نسل د افغانستان په ملي موزيم کې له ساتل شويو اثارو سره بلد شي او په دې وروستيو وختو کې د بلخ ، قندهار او ننګرهار په ولايتونو کې دموبايل موزيم دپروګرام په ترسره کولو سره دغه زمينه برابره کړې ده چې دغه بهير به دافغانستان په نورو ولايتونوکې هم دوام وکړي .

د اندونيزيا د ملي موزيم رييس په خپلو خبرو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي راکړې ورکړې په تېره بيا دموزيم په برخه کې په فرهنګي تبادلې ټينګار وکړ .




t