کندهار: یوه مدنې ټولنه الوتکه جوړوي

کندهار: یوه مدنې ټولنه الوتکه جوړوي

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د یکشنبې په ورځ د ولس غږ مدني ټولني یو شمېر مسؤلینو او د دوي تخنیکي انجینرانو ولایت مقام کي کندهار والي حیات الله حیات سره په لیدنه کي د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

د یادي ټولني میخانیکي انجینر جبار اغا د خپلو تخنیکي لاسته راوړنو او نوښتونو په اړه د معلوماتو ترڅنګ وویل:

د لومړي ځل لپاره یې د لومړنیو تخنیکي وسایلو په مرسته د یوې الوتکي جوړولو هڅي پيل کړي.

راغلو انجینرانو د الوتکي جوړولو لپاره د تجهیزاتو او هوايي پرواز لپاره د مناسب ځای برابرولو په برخه کي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کندهار والي حیات الله حیات د خپلو خبرو پر مهال د ولس غږ مدني ټولني تخنیکي لاسته راوړني بې‌ساري وبللې او خوښي یې وښوده، چي ځوان کادرونه خپله پوهه او نوښتګر فکر په عمل کي ثابتوي.

ښاغلي حیات وویل:

ځوانان دي له موجوده امکاناتو اعظمي استفاده وکړي او د تجربو پر عملي برخي دي پاملرنه زیاته کړي، څو په ځینو برخو کي عملي لاسته راوړني ولرو.

کندهار والي راغلو انجینرانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چي تر نتیجې لاسته راوړلو پوري خپلي هڅي جاری وساتي.




t