افغان فلم د ۲۰۲۰م کال اوسکار جایزي ته نوماند سو

افغان فلم د ۲۰۲۰م کال اوسکار جایزي ته نوماند سو

افغان فلم د اوسکار جایزي ۹۲ پړاو ته چي د امریکا په لاس انجلس ایالات کي يي مراسم تر سره کیږي، کاندید سوی دی. په ۲۰۲۰ م کال کي د ډېرو هالیووډ او بالیووډ فلمونو تر څنګ به د هوا، عایشي او مریم په نوم دغه افغان فلم د اوسکار جایزي په ۹۲م پړاو مراسمو کي نندارې ته وړاندې سي.

د هوا، عایشي او مریم په نوم افغان فلم په دې وروستیو کي په ایران کي هم نندارې ته وړاندې سوی دی. دغه فلم د ایران تر څنګ په هالیووډ او بالیووډ کي هم د خلکو او د سېنما د مینه والو فکر ځان ته اړولی دی، ځکه یاد فلم د هالیووډ د مشهورو ستورو تر څنګ دبالیووډ مشهورو ستورو هم ستایلی دی. دغه فلم د هالیووډ پخواني ستورې او د ښځو د حقوقو فعالي انجلیا جولي هم ستایلی دی او دا يي د افغان سېنما د پرمختګ لپاره یوه شروع بللې ده.

یاد افغان فلم ځکه په نړیواله سطحه پام ځان ته اړولی دی، چي په افغاني ټولنه کي د ښځو پر ستونزو راڅرخي. په دغه فلم کي د ۳ افغان میرمنو ژوند انځور سوی دی چي څه ډول په کورنۍ ناخوالو، ټولنیزو محدیتونو او ستونزو کي ژوند کوي.

په دغه فلم کي ښودل سوي دي، چي څرنګه يوه ښځه د نارينوو تر اغیز لاندي يوه مذهبي ټولنه کي مور کيږي يا هم خپل ماشوم تر پیدایښت وړاندې له منځه وړي او داچي یوي انجلۍ لوړې زده کړې کړي، واده یې کړی اما دا چي میړه يي ورسره خیانت کوي، دا ترې د طلاق اخیستو هڅه کوي.

د هالیووډ فلمي ستورې او د ښځو د حقوقو فعالي انجلیا جولي هم یاد فلم ستایلی دی.

د دې پرمختګونو سره سره په دې وروستیو کي پر افغان سېنما د مینه والو او هیوادوالو نیوکي هم زیاتي سوي دي، هغوي وايي افغان سېنما د بهرني فرهنګ تر اغیز لاندي راغلي ده. هغوي وايي که دافغان فلم د راتلونکو فلمونو تمرکز د هیواد پر روانو حالاتو سي، دې سره به هم مینه وال پیداکړي او هم به په ټولنه کي د اصلاح لپاره ګټور تمام سي.

د هوا، عایشي او مریم په نوم د جوړ سوي افغان فلم ډایریکټري او د افغان فلم نوي ریسي صحرا کریمي هم په خپلو ورستیو څرګندونو کي ویلي دي، چي افغان سېنما کي ملګریتوب او خپلوي پالل کیږي او ستوري د لیاقت په اساس نه بلکي د شناخت په خاطر په فلمونو کي لوبیږي. هغه وايي اوس يي د یادو ستونزو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.



افغان فلم اوسکار ۲۰۲۰م کال فلمي نړۍ
t