محب: ټکنالوژي د خلکو د ژوند په ساتنه او ژغورنه کې مرسته کوي

محب: ټکنالوژي د خلکو د ژوند په ساتنه او ژغورنه کې مرسته کوي

ډ افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې مالوماتي ټکنالوژي د ننۍ نړۍ یو اساسي ضرورت دی او موږ باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړو. د مالوماتي ټکنالوژۍ په پنځلسم ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال ښاغلي محب وویل، چې افغانستان په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، خو دا بسنه نه کوي.

ملي امنیت سلاکار وویل، چې مالوماتي ټکنالوژي د دفتري کارونو او حکومتولۍ ترڅنګ په امنیت کې هم مهم رول لوبوي او کارونه یې زموږ د هیوادوالو د ژوند په ساتنه او ژغورنه کې ستره مرسته کولای شي.
د مالوماتي ټکنالوژۍ کنفرانس په لوړو زده کړو وزارت کې د برلین د تخنیکي پوهنتون په مرسته جوړ شوی. یاد پوهنتون تر دې مهاله شاوخوا ۱۰۰ تنه افغان ځوانان او پېغلې د کمپیوټري زده کړو په برخه کې روزلي دي. ملي امنیت سلاکار له دې پوهنتونه مننه وکړه او ویې ویل، چې حکومت به ددې پروګرام له فارغانو موثره استفاده وکړي.

يادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ليکلي؛ ملي امنیت سلاکار وویل، چې حکومت غواړي د مالوماتي ټکنالوژۍ کارونه بنسټیزه کړي او د چارو د سمون او توحید لپاره یې ګامونه پورته کړي. هغه په دې اړه له مخابراتو وزارته وغوښتل، چې همکاري وکړي او په کنفرانس کې مطرح شوي وړاندیزونه او طرحې وارزوي او کار تري واخلي.




t