اوس عادي عينکې پر ځيرکو هم بدلولی شئ

اوس عادي عينکې پر ځيرکو هم بدلولی شئ

د بوش کمپنۍ يوه داسې ټکنالوژي جوړه کړې ده چې په مرسته يې کېدلی شي عادي عينکې په ځيرکو عينکو بدلېدلی شي.

د ډيلي ميل د راپور له مخې، د بوش ټکنالوژي کمپنۍ دغه سیسټم ته د Bosch Smart glasses Light Drive نوم ورکړی او کېدای شي چې د هر رنګ عینکو پر قاب نصب شي. بوش کمپنۍ وايي چې دغه سیسټم لاس ته اړتیا نه لري او اپلیکېشنونه د سترګو په وسېله کارول کېدای شي.

بوش تر اوسه د دغه سیستم بیه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي چې د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې به نندارې ته وړاندې شي.




t