یو شمېر ادارو مسئولينو ته د سايبري امنيت خونديتوب په برخه کې ورکشاپ ورکړل شو

یو شمېر ادارو مسئولينو ته د سايبري امنيت خونديتوب په برخه کې ورکشاپ ورکړل شو

ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رياست په هڅو د STARTUPISTAN اکاډمۍ له لوري د دې ولايت د يو شمېر دولتي او خصوصي ادارو مسئولينو ته د سايبري امنيت خونديتوب په موخه يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضیاء عبدالزي وويل:

سايبري امنيت د فردي او بشري امنيت په څېر مهم دی او اړتيا ده، چې د ادارو مسئولين او ځوانان په دغه برخه کې د خونديتوب په موخه معلومات تر لاسه کړي.

نوموړي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د نورو زده کړو ترڅنګ د کمپيوټر او ټيکنالوژۍ په برخه کې خپله ظرفيت لوړ کړي او په ادارو کې د دندې پر مهال ترې مثبته ګټه پورته کړي.

د STARTUPISTAN اکاډمۍ مسئولينو مزمل سيلاب او احسان الله ايوبي له لوري د سايبري امنيت خونديتوب تر سرليک لاندې ځوانانو ته د غولونکو ويبپاڼو، برېښناليکونو، ويروسونو، جاسوسي فايلونو، هيکنګ او هيکرانو او يو شمېر نورو برخو کې معلومات ورکړل شول او په ياده برخه کې ځوانانو ته د انټرنيټ، کمپيوټر او نورو وسايلو کارولو کې له احتياط څخه د کار اخيستلو سپارښتنې وشوې.

د ورکشاپ پر مهال د سايبري امنيت خونديتوب په اړه په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې، د سايبر اړوند پر رامنځته شويو قضيو بحثونه او د ځوانانو سوالونو ته ځوابونه وويل شول.




t