د مخابراتي سکتور کارکوونکو د افغانیو د ترویج کمپاین کمپاین ترسره کړ

د مخابراتي سکتور کارکوونکو د افغانیو د ترویج کمپاین کمپاین ترسره کړ

د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مشرۍ د مخابراتي سکتور کارکوونکو په مهترلام ښار کې د افغانیو د ترویج او د بهرنیو اسعارو د مخنیوي کمپاین ترسره کړ.

د مخابراتي سکتور ټولو غړو ژمنه وکړه چې په خپلو ټولو معاملاتو کې به افغانۍ کاره وي او له بهرنیو اسعارو څخه به مخنیوی کوي.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، په دې کمپاین کې د ټولو مخابراتي کمپنیو استازو، سیم کارت او کریدت کارت پلورونکو برخه اخیستې وه.

رسنیز دفتر زیاته کړې؛ نن د لغمان والي محمد اصف ننګ د افغانیو د ترویج او د بهرنیو اسعارو د مخنیوي له ټاکل شوي کمیسیون سره په ناسته کې وویل،چې له دې وروسته د ټولو ملکي او نظامي ادارو کارکوونکي او مراجعين نه شي کولای، چې دولتي ادارو ته له ځان سره د کالدارو په شمول نور بهرني اسعار دننه کړي.




t