لیوال د افغانستان بیلګيټ!

لیوال د افغانستان بیلګيټ!

د بشریت په تاریخ کی لا تر اوسه پښتو او دری ته لکه د نور رحمان لېوال په شان چا خدمت نده کړی. هغه ۲۷ کاله پخوا د لومړی ځل لپاره پښتو او دری کمپیوټر ته ور داخل کړ. ښاغلی لیوال وینډوز پښتو ته وژباړل او جهان یی هک پک کړ.

د لیوال د وینډوز له برکته نه یواځی افغانان بلکه په ټول نړی که د کمپیوټر کاروونکی ددوی د پروګرام پرمټ پښتو، فارسی او اوردو پروګرامونه کارول.

زه ۲۵ کاله پخوا کمپیوټر او انټرنیټ سره آشنا شوم. شل کاله پخوا می د کمپیوټر علمی ابتدایی زدکړی پیل کړ او وتوانیدم چی د کمپیوټر پروګرامونو ترڅنګ، د کمپيوټر ژبه او میخانیک زده کړم. تر ډیرو کلونو پوری زه او د نړی اکثریت د کمپیوټر زدکوونکی او کاروونکی د لیوال پر مټ پښتو، دری او اردو لیکنه کول.

لیوال د پښتو، فارسی او اردو وینډوګانی د لیوال سافټ په نامه نړی ته وړاندی کړل. سره لدی چی ښاغلی لیوال ددی ستر بشری خدمت له لاری شتمن شو، خو ددوی هم‌کتار خلک پدی عرصه کی د نړی ستر ملیاردران دی.

ښاغلی لیوال د کمپیوټری خدمتونو ترڅنګ په تیرو دری لسیزو کی په تجارتی، خیریه، مدنی او سیاسی فعالیتونو هم بوخت دی. هغه په تیر ولسمشری ټاکنو کی یواځي ۸۶۵ رایی اخیستی. ماته دری پوښتنی ذهن ته راغی:
۱- آیا د لیوال په کچه بل څوک افغانانون ته د عصری ټکنالوژی په اړه دومره خدمت کړی؟
۲- آیا واقعا د پوهی کچه او خدمت د ټاکنو معیار دی؟
۳- آیا موژ خپل ملی کادرونه او وړ شخصیتونه پیژنو او که خلک یی را ته معرفی کوی؟

زه د لیوال صیب شخصی ژوند سره کوم علاقه نلرم. سره لدی چی ټاکنی تیر شو خو ددوی د سترو کارنامو په ویاړ می دا څو کرښی دلته ولیکل او که ستاسی هم خوښه وی نو لا اقل ددوی د بیڅاری خدمتونو نه د مننی په خاطر دا لیکنه شریک کړئ چی خلک خپل کادرونه و پیژنی.

په درنښت
شفیق همدم




t