د ننګرهار زيتونو فابريکه کې د ۷۰زره يورو په ارزښت نوي ماشينونه فعال شول

د ننګرهار زيتونو فابريکه کې د ۷۰زره يورو په ارزښت نوي ماشينونه فعال شول

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د کرنې،کليو پراختيا معينانو او نورو مسئولينوپه ملتيا د ننګرهار کانال وادې کرنيز شرکت اړوند زيتونو فابريکه کې د اويا زره يورو په ارزښت نوي ماشينونه تر نصب کېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وړاندې کړل.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، د کرنې وزارت معين حشمت الله غفور وويل، چې د ننګرهار زيتونو پروسس فابريکه د اسيا په کچه لومړنۍ فابريکه ده، چې د هېواد او بهرنيو هېوادونو بازارونو ته د زيتونو تيلو، اچارو او ورته نورو توکو توليدات وړاندې کوي.

نوموړي وويل، چې د ايټاليا هېواد په همکارۍ يې له ياد هېواد څخه د اويا زره يورو په مالي لګښت د زيتونو پروسس او اچارو جوړولو څلور ماشينونه زيتونو فابريکې ته راوړي، چې نن يې تر نصب کېدو وروسته رسماً ګټه اخیستو په موخه فعال کړل.

هغه زياته کړه ، چې دغه ماشينونه په يوه ساعت کې د اووه سوه کيلو ګرامه زيتونو پروسس کولو ظرفيت لري، چې د همدې ماشينونو څخه يې د اووه اتيا زره کيلو ګرامه زيتونو څخه اووه زره دوه سوه ليتره تېل توليد کړي دي او همدا راز زرګونه بوتله لوی او واړه بوتلونه اچار يې هم بازار ته وړاندې کړي دي.

سرچینه وايي، د کرنې وزارت معين وايي، چې د ننګرهار سربيره د کندهار او نورو سیمو زيتون هم دلته پروسس کيږي او هيله يې وښوده، چې زيتونو فابريکه به په نږدې راتلونکې کې پخوانی مقام بېرته ترلاسه کړي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t