د خلکو لپاره باید یوه ښه الګو اوسئ

د خلکو لپاره باید یوه ښه الګو اوسئ

 د زنګ ضد فولادو کشف یوه د پام وړ اختراع او نوښت دی، خو د یو زنګ ضد شخصیت په اړه څنګه؟

دا یو ډېر شریف شخصیت دی، هغه شخصیت دی چې تکامل ته د رسېدو لپاره هڅه کوي او په هېڅ حالت کې تکامل ته د رسېدو لپاره له کوښښ او هڅې لاس نه اخلي. هر هغه څه چې ستاسو په دروني وجود کې دي، په پایله کې مو په ظاهري شخصیت کې را ښکاره کېږي.

تېره ورځ مې یو فیلم لیدو، د دې فیلم غورې جملې د ټول فیلم ښکارندویي کوله: «ټاکنه زموږ په لاس کې ده.

دا چې ښه ټاکو او که بد، دا په موږ پورې اړه لري.) دا جمله کېدای شي ستاسو په اند ساده او کوچنۍ وي، خو په اصل کې ډېره لویه او درنه ده.

په ژوند کې د غوره اوسېدو لپاره هڅې، ژمنې او ډېسيپلین ته اړتیا ده. غوره ټاکنه وکړئ، غوره ژوند وکړئ، خلکو ته خیر ورسوئ او داسې ژوند تېر کړئ، چې د خلکو زړونو ته لار پکې وکړئ او د دوی لپاره یوه بېلګه او ښه الګو اوسئ. هڅه مو باید دا وي چې ورځ تر بلې پرمختګ وکړئ، زده کړه وکړئ او د ژوند کولو پر اصلي مانا باندې باید ځان پوه کړئ.

 ژباړه: حمیدالله حمیدي

لیکوال

جاويد سباوون

جاويد سباوون يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t