الدبران (Aldebaran) څه دی؟

الدبران (Aldebaran) څه دی؟

دا انځور په مریخ کې د کریاسټي (Curiosity) په نامه د ناسا یوه روبوټ د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر پر ۸مې نېټې اخیستی وو.

په دې انځور کې ځمکه او مشتري شناخته شیان دي — خو دا الدبران (Aldebaran) څه دی؟

الدبران د غويي (ثور) په اسماني سیمه کې یو لوی نارنجي ستوری دی چې زموږ له شمسي نظام څخه کابو ۶۵ نوري کاله واټن لري. الدبران په اصل کې عربي نوم دی چې د پلیونی (follower) مانا ورکوي — او دا زموږ د شپې په اسمان کې یو له ډېرو ځلاندو ستورو څخه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که څه هم د دوهم انځور نېټه نه ده مالومه خو په دې کې بیا ځمکه، زهره، فوبوس (د مریخ یوه سپوږمۍ)، ډیموس (د مریخ بله سپوږمۍ)، رایجل (Rigel) او کنوپس (Canopus) وینئ.

رایجل هم په اصل کې له عربي “رجل” څخه اخیستل شوی چې د “پښه/پښې” مانا ورکوي. دا ستوری زموږ تر لمر ۱۲۰ زره واره زیاته رڼا لري — او زموږ د شپې په اسمان کې ۷م ځلانده ستوری دی. رایجل زموږ له شمسي نظام څخه کابو ۸۶۰ نوري کاله واټن لري.

کنوپس بیا زموږ د شپې په اسمان کې دویم ځلانده ستوری دی چې زموږ له شمسي نظام څخه کابو ۳۱۰ نوري کاله واټن لري. دې ستوري ته په ترکي، عربي او فارسي ژبو کې “سهیلا” وايي — همدا د ځینو میرمنو نوم چې هم وي.

ژباړه او زیاتونه: نصرت الله فضل حق




t