د بې پيلوټه الوتکې نوی او تر ټولو کوچنی ماډل جوړ شو

د بې پيلوټه الوتکې نوی او تر ټولو کوچنی ماډل جوړ شو

راپورونه وايي، ترکي کمپنۍ يوه داسې بېلوټه الوتکه جوړه کړې ده چې د ۶۵۶ فوټه کې ترې هم نښان نه خطا کېږي.

دا الوتکه په ۲۰۰ ګوليو او يو ټوپک سمبال ده.

د سونګار په نوم دا بې‌پیلوټه د اسیسګارډ ترکي کمپنۍ جوړه کړې ده، که څه هم دغې کمپنۍ د الوتکې د چارج په اړه څه نه دي ویلي چې تر څومره وخته الوتنه کولای شي، خو لکه څنګه چې مالومه ده، یو ډرون اپرېټر یې په ۱۰ کیلومټري کې اپریټ کولای شي.

چې ناسته وي اوږدوالی يې ۶۵، سور ۶۲ او لوړوالی ۷۵ سانټي مټره دی، خو د الوتنې پر مهال تر ۱۰۵ سانټي مټرو، یانې له یو مټره هم غټېږي.



ساينس او ټکنالوژي،معلوماتي
t