د کندهار ولایت د اقتصادي پراختیا ناسته وشوه

د کندهار ولایت د اقتصادي پراختیا ناسته وشوه

===
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د مرغومې میاشتې په ۴ مه نېټه چې د خصوصي سکټور استازو او اقتصاد عالي شورای غړي ښاغلي جلال الدین سعید، هم ګډون درلود، د کندهار ولایت د اقتصادي پراختیا په موخه ناسته په مالیه وزارت کې وشوه.

د افغانستان د مالیې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ یاده ناسته چې د ۱۳۹۸ کال اقتصاد عالي شورای څوارلسمې ناستې له لارښوونو سره سم، ترسره شوه د کندهار ولایت په اقتصادي پراختیا کې د خصوصي سکټور په ژمنو، دې ولایت ته د پانګې جلبولو او په وړاندي یې د شته ستونزو په هواري، د نساجي شرکت بیا فعالولو،په سپین بولدک کې د وچ بندر او لوجستیکي مرکز جوړولو، د اقتصاد عالي شورای ته د پانګوالو له لوري د پانګونې د پروپوزلونو وړاندي کولو، د مالیې وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د پانګوالو د ستونزو هوارولو، د افغانستان – ازبکستان د همکاریو چوکاټ مطابق د نساجي شرکت فعالولو په وړاندیز، د وچ بندر او لوجستیک مرکز جوړېدو لپاره د ګمرکونو لوی ریاست له شته امکاناتو ګټې اخیستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

سرچینه وايي، د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کمېسېون دي، له بهرنیو سرتېرو تسلیم شوي هوایي ډګرونه د اقتصادي پراختیا لپاره وکاروي.دا چې یاد تاسیسات له موخې سره سم، دولت ته ونه سپارل شول او د هیواد په اوسني وضعیت کېد ورته زونونو جوړولو شرایط برابر نه دي، د یاد کمیسیون د سرنوشت په تړاو دي لازمې پرېکړې وشي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t