کابل: د هوا ککړونکو سرچینو له منځه وړو په موخه کمیټې جوړې شوې

کابل: د هوا ککړونکو سرچینو له منځه وړو په موخه کمیټې جوړې شوې

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، دې ادارې او د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون، په کابل ښار کې د ککړونکو سرچینو د له منځه وړلو په موخه د اړوندو ادارو د استازو په ګډون، څلور اجرائیوي کمېټې جوړې کړي دي؛ ترڅو بېړنۍ او عملي کړنې ترسره کړي.

سرچینه وايي، په همدې پار د چاپېریال ساتنې ملي اداره له قدرمنو ښاریانو غواړي چې د هر ډول ککړوونکو سرچینو: (که هغه دولتي یا شخصي ودانۍ وي، فابریکې، د ودونو هوټلونه، د خښتو بټۍ او ټول هغه څه چې د کابل ښار د هوا ککړتیا لامل ګرځي او له مجاز حد څخه زیاد دود خپروي) د لیدلو په صورت کې د هغو کره ځای په نښه او موږ ته دې خپل معلومات د واټسپ او تلګرام په دغه شېمره (۰۷۴۵۶۴۲۸۲۸) را واستوي، یاده شمېره په ۲۴ ساعته توګه ستاسو په چوپړ کې ده.

یادې ادارزې زیاته کړې؛ همدا راز تاسو کولای شئ چې په رسمي وختونو کې د (۱۶۹) شمېرې ته زنګ ووهئ او خپلې ستونزې او نظرونه له موږ سره شریک کړئ.




t