ننګرهار: د چاپيریال ساتنې او اطلاعاتواوفرهنګ مسولینو سره ولیدل

ننګرهار: د چاپيریال ساتنې او اطلاعاتواوفرهنګ مسولینو سره ولیدل

د ننګرهار چاپېريال ساتنې او اطلاعاتو او فرهنګ مسئولينو چاپېريال پاک ساتلو په موخه ناسته وکړه.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې ناسته کې اطلاعاتو فرهنګ رياست له لوري چاپېريال ته د پاملرنې په موخه د پيغامونو خپرولو، اخبار له لارې د عامه پوهاوي او ملي تلويزيون څخه پآکوالي په اړه د ويډيو پيغامونو په خپرولو خبرې اترې وشوې.

بل لور ته د ياد رياست مسئولينو د جلال آباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د الاعتصام خصوصي ښوونځي سلګونه زده کوونکو او لسګونو ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې، ککړتیا مخنیوي، ونو، بوټو تفریحي پارکونو د ساتنې او اهمیت په هکله د عامه پوهاوي په موخه هر اړخیز معلومات ورکړل.

سرچینه وايي، د چاپېریال ساتنې ادارې په دې ولايت کې د چاپېرياليزو ستونزو حل، چاپېريال پاک ساتلو او يه پاده برخه کې د عامه پوهاوي بېلابېل فعاليتونه پيل کړي دي.




t